فاریاب: طالبانو تر  شلو ډیر سرتیري ژوندي نیولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۱)

له فاریاب ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې طالبانو د دغه ولایت د دولت آباد ولسوالۍ پر لویه لار د “پل آچه نمبر یک“ په نامه لویه قرارګاه نیولې او ګڼ سرتیري یې ژوندي نیولي.
د فاریاب ځایي چارواکي وایي دغه قرارګاه له تیرو څو میاشتو را په دې خوا محاصره وه چې تیره ورځ یې د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

د دولت آباد ځایي مسؤلین وایي، له ۱۵ ورځو راپه دې خوا پر دغه پوسته توند بریدونه روان وو، چې دوی به مستقیماً په ولایت کې له میشتو هوایي ځواکونو مرسته غوښته، خو تیره ورځ چې هوا خرابه وه او چورلکې سیمې ته نه شو تللی ، نو یې په ځلونو د شیرین تګاب او د دولت آباد ولسوالیو له مرکز نه چې سلګونه کمانډویان په کې میشت دي، مرسته وغوښته چې مثبت ځواب یې ترلاسه نه کړ او تر دوه ساعتیز مقاومت وروسته یې قرارګاه سقوط شوه.

امنیتي سرچینې وایي ، په دغه پوسته کې شاوخوا ۲۰تنه عسکر و، چې درۍ تنه یې وژل شوي او نور ژوندي طالبانو نیولي دي.

خو ځینې نورې سرچینې بیا دا شمیر لوړ ښیي او زیاتوي چې په دغه امنیتي بیس کې لسګونه د ملي اردو سرتیري ځای پرځای شوي و،چې شاوخوا ۲۶ تنه یې طالبانو ته په لاس ورغلي دي.
دغه راز ۴ ټانګونه او ګڼ مهمات هم د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
طالبان د دې پوستې په نیولو سره د دریو لویو ولسوالیو ترمنځ وصلوونکې لار تر خپل کنترول لاندې راوستله او د دولت آباد ولسوالۍ شپږکیلو مترۍ ته یې د جګړې لومړی خط ورساوو.

طالبانوپه دې تړاوو تر دې مهاله رسما څه نه دی ویلي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close