فاریاب: طالبانو د المار تر محاصرې وروسته پر قیصار ولسوالۍ هم کړۍ راتنګه کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۷)

د راپورونو تر مخه د فاریاب ولایت ستراتیژیکې او د حکومت له قوي ملاتړ برخمنې دوې ولسوالۍ (المار او قیصار) د سقوط وروستیو شیبو ته نږدې شوې.

آزاد خبریال قطب الدین کوهي وایي، طالبانو نن د چهلګزي په ستراتیژیکه سیمه کې دوه مهمې پوستې نیولې او ۱۴ امنیتي منسوبینو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د نوموړي په وینا، طالبانو دوه ټانګونه یو دافع هوا، یو زیکویک او تر لس میله ډیرې وسلې له ځان سره وړې .
کوهي زیاتوي، په سیمه کې امریکایي ځواکونو هم بمبار کړی او د طالیانو له خوا یو نیول شوی ټانګ یې په نښه او له منځه وړی دی .

ځایي خبریال حسن سرداش د چارواکو له قوله خبر ورکوي چې تیره شپه د چهلګزي د بازار اړوند پوستې او قرارګاوې طالبانو محاصره کړې چې د مقاماتو د تصمیم پر اساس ټولو ځواکونو وروسته ترهغه له خپلو پوستو شاتګ وکړ ، کله چې یې پراخ تلفات وګالل.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې ولسوالۍ نیږدې شاوخوا سیمې یې له دولتي ځواکونو تصفیه کړېې ۲ لویې قرارګاوې او ۱۲ پوستې یې نیولې او پاتې ټولو عسکرو له سیمې شاتګ کړی .

سرچینې وایي طالبان د قیصار ولسوالۍ تر حدودو رسیدلي او تر المار وروسته قیصار دوهمه ولسوالۍ شوه چې د طالبانو تر محاصرې لاندې راځي.
باید ووایي، چې طالبانو تیره ورځ د المار ولسوالۍ اړوند ټولې مهمې امنیتي پوستې ونیولې او د ولسوالۍ تر حدودو یې ځان ورساوو.

دا په داسې حال کې چې طالبانو تیره ورځ د پښتونکوټ ولسوالۍ د چقماق ستراتیژیکه سیمه چې د مرکز میمنې لپاره یې د کلا حیثیت درلود هم ونیوله.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې نن د همدې ولایت دګرزیوان ولسوالۍ اړوند د یوخن په سیمه کې د طالبانو جلب اوجذب کمیسیون سیمه ایزو مسؤولینو ته ۱۶ تنه امنیتي ځواکونه له یو پیکا ماشیندار یوه راکټ او ۱۸ میله کلاشنکوفونو سره یوځای تسلیم شول او طالبانو یې تود هرکلی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close