فاریاب: طالبان د سرحوض بند د تخریب اجازه چاته نه ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۲)

وروسته تر هغه چې طالبانو د فاریاب ولایت د سرحوض بند پراخه سیمه  تر خپل کنترول لاندې راوستله دولتي چارواکو اندیښنه څرګنده کړه چې ګواکې طالبان به یاد بند په منفجره توکو له منځه یوسي، خو د بند تر نیولو اونۍ تیریږي طالبانو لا هم دا اقدام نه دی کړی.
پژواک خبري اژانس ته د فاریاب ولایت د طالبانو ځایی مسؤلینو ویلي، دوی په پوره صداقت د بند ساتلو ته چمتو دي او که دولت یې د رغولو یا پراخولو اړتیا لري، دوی ورسره خپله ټوله همکاري کوي.
دغه بند چې د ولایتي شورا یوه وکیل غلام طاهر رحماني له خوا په زور نیول شوی و، او  مرکز میمنې ته یې د اوبو پر پریښودو بندیز لګولی و، د طالبانو له خوا تر نیول کیدو وروسته یې د دریو کانالونو اوبه د سیمې د خلکو فصلونو ته ور خوشې شوې دي.
خو رحماني چې ځان د بند مالک بولي، وایي چې طالبان غواړي د پاکستان په موخه دغه کانال ویجاړ کړي.

د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب وایي، په سیمه کې د طالبانو د ځپلو په موخه بمبارۍ پیل شوې او تر اوسه د اتو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

بل لور ته د سیمې خلکو ویلي چې غلام طاهر رحماني له تیر یوه کال راپه دې خوا د بند اوبه پر مرکز میمنې او پشتونکوټ ولسوالۍ تړلې وې، خو د طالبانو له راتګ سره یو ځل بیا له وچکالۍ سره مخ فصلونه اوبه شول.

د سرحوض سیمه چې ټولټال ۳۴ کلي لري، د میمنې په ۶۰ کلیومترۍ کې برته سیمه ده، طالبان وایي، د سیمې تر نیول کیدو وروسته پلان لري ، په دولتي کسانو اقتصادي کلابندۍ زیاته کړي او د بند ساتنه او څارنه په ښه توګه وکړي.

د سرحوض بند ۱۱۲ کاله وړاندې رغول شوی،  خو درۍ کاله وړاندې یې سیلابونو ځینې برخې زیانمنې کړې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close