فاریاب: پوليسو د جنبش ګوند په مظاهره کوونکو ډزې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۳) د جنبش ګوند سلګونه پلويانو په بلخ، جوزجانسرپل او فارياب کې مظاهرې کړي او د دغه ګوند نيول شوي قومندان نظام الدين قیصاري د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

مظاهره کوونکو د شمال- کابل لويه لاره تړلې خو په فارياب کې بيا پوليسو په مظاهره کوونکو ډزې کړي او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د فارياب د ولايتي شورا رئيس طاهر رحماني وايي، د مظاهرو پر وخت د پوليسو پر ډزو اته تنه ټپيان شوي دي او اوس هم مظاهرې روانې دي زياتوي چې امنيتي وضعيت ترينګلی دی او د امنیتي وضعيت قابو کولو لپاره د اوردو چورلکې په هوا کې پروازونه کوي.

ځينې کسانو رسنیو ته ويلي، د پوليسو په ډزو يو تن وژل شوی او نږدې لس تنه ټپيان شوي دي.

د وليد به نوم يو تن عيني شاهد وايي، مظاهره کوونکو ټايرونو ته اورونه ورته کړي، د ولايت او د ملي امنيت لارې يې تړلي زياتوي چې ځينې کسانو پر پوليسو او شاوخوا دولتي ودانيو د ډبرو ګذارونه وکړل چې وروسته پوليسو پرې ډزې وکړې او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

په انځورونو او ويډيوګانو کې ښکاري چې لاريونوالو د پوليسو رينجر موټر سوځولي او يو شمير دولتي ودانۍ ته نږدې اورونه بليږي.

خو د فارياب د پوليسو وياند کريم يورش وايي، نن دوهمه ورځ ده چې مظاهره کوونکي واټونو او لارو ته راوتلي د دولت ضد شعارونه ورکوي، ټولې لارې او دوکانونه تړل شوي زياتوي تراوسه څوک ټپيان شوي نه دي.

وړمه ورځ افغان ځواکونو د فارياب د جنبش ګوند مشهور قومندان او د ولسمشر د لومړي معاون دوستم استازی نظام الدين قيصاري له لنډې نښتې وروسته ونيو او کابل ته يې واستاوه چې وروسته د دغه ګوند پلويانانو د هغه د خوشې کولو لپاره مظاهره پيل کړې.

پرون د جنبش ګوند مشر جنرال دوستم ګواښ وکړ، که په فارياب کې د ده نيول شوی قومندان خوشې نه شي نو ټاکنې به خنډ سره مخ شي او د شمال امنيت به لا نور هم خراب شي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، نظام الدين قيصاري ځيني دولتي چارواکو ته د مرګ ګواښونه کړي او د دغه ولايت خلک يې زورولي زیاتوي چې پر قيصاري ځيني تورونه لګېدلي چې د سپيناوي لپاره يې کابل ته لېږدول شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close