فاریاب چارواکي: که طالبانو مو پر کاروان برید وکړ،شاوخوا ټول ولسي میشت ځایونه بمباروو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۴)

تاکل شوې ده، سبا د غورماچ ولسوالۍ چارې یوځل بیا د فاریاب له ولایتی ادارې د بادغیس چارواکو ته وسپارل شي او د شاهین قول اردو پر ځای له ظفر قول اردو سره تړاو پیدا کړي.
به دې هکله نن د فاریاب په مرکز میمنه کې د والي په مشرۍ یوه غونډه رابلل شوې وه، چې د شاهین قول اردو امنیتي چارواکو او د فاریاب ولایتي ادارې د فاریاب او بادغیس ولسونو او سیمیزو طالبانو ته په کې سخت ګواښ وکړ.

د چارواکو په خبره، سبا به د ۲۰۹ شاهین قول اردو ټول سرتیري له یادې ولسوالۍ ووځي او پرځای به یې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ځواکونو ځای پرځای شي.
د فاریاب والي وویل “ ټولو طالبانو او ولسي خلکو ته خبرداری ورکوم، که مو د لارې په اوږدو کې پر کاروانونو ډز وشو، ټوله سیمه بمباروو“
نوموړي زیاته کړه د کاروان ملتیا به د ناټو ځواکونو ۶ الوتکې او څو چورلکې کوي او هر هغه ځای به په قوت سره په نښه کوي چې وسلوال مخالفین ترې برید ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې د یادې ولسوالۍ اړوند د چینای کمپ کې میشت لسګونه ځواکونه طالبانو ته تسلیم شول او یو شمیر یې ووژل شول.

د غورماچ ولسوالۍ کال وړاندط د طالبانو تر حاکمیت لاندې وه

باید وویل شي چې د غورماچ ولسوالۍ چارې په ۱۳۸۴ کال د حامد کرزي په واکمنۍ کې د فاریاب ولایت ته وسپارل شوې او ۶ کاله وړاندې یې امنیت د شاهین قول اردو ته د موقت وخت لپاره وسپارل شو.
یاده ولسوالۍ ۳ ځله طالبانو ونیوله او پراخ مهمات یې ترې یووړل.

په دې ولسوالۍ کې اوسمهال د ملي اردو د دریم کنډک ۳۰۰ سرتیري له لسګونو تانګونو او وسلو سره یوځای د محاصرې شپې او ورځې تیروي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close