فاریاب: کومانډو ځواکونو ته پراخ ځانی او مالی زیانونه اوښتي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۲)

وسلوالو طالبانو تیره شپه د ګورزادو د کوتل سیمه کې د کومانډوځواکونو پر یوه پوسته تهاجمي برید کړی چې په نتیجه کې یې د تلفاتو سربیره ګڼ مهمات د طالبانو لاس ته لویدلي.

په شمال زون کې د کمانډوځواکونو ویاند جاوید سلیم وایي؛ په دې برید کې درۍ کمانډویان وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او یو ټانګ د طالبانو لاس ته لویدلی.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې برید کې نږدې لس ځانګړي ځواکونه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.
طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویاند یې ویلي چې په دې برید کې یې ۸ کمانډو ځواکونه وژلي او ۷ نور ټپیان دي.

قاری یوسف احمدي په یوخبرپاڼه کې ویلي؛ په دې برید کې ۲ عسکر ژوندي نیول شوي او تر څنګ یې ۳ ټانګونه ، ۱۰ m4 دوربین لرونکي توپکونه، ۲دهشکې، ۴پیکاوې او ۴میله دشپې دوربینان هم لاس ته ورغلي.

دا په داسې حال کې ده چې دې ولایت ته په تیرو څو ورځو کې سلګونه کومانډویي ځواکونه د الوتکو په مټ رسیدلي.

بلخوا په دې ولایت کې د کمانډو ځواکونو او د دوستم د ځایي قوماندان نظام قیصاري ترمنځ هم نښتې شوې.

کمانډویان له سختې جګړې وروسته توانیدلي چې د ۵۰۰ کسیزې ملیشې مشر (قیصاري) له خپلو ۲۰ ساتونکو سره یوځای ونیسي.
ځایي خلکو ګواښ کړی چې که همدا نن د دوی قوماندان خوشې نه شي، ټولې هغه پوستې به چې ددوی اړوند کسان په کې ځای پرځای شوي، طالبانو ته پریږدي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close