فاریاب کې د ګرزیوان ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېده

کابل ټکی کام ۱۶میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
تېره ورځ چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان په ولسوالۍ کې د طالب وسلوالو او د افغان ځواکونو تر منځ سخته جګړه را منځته شوه، چې افغان ځواکونو مرکزي دولت ته خبر ورکړی وو، که چېرې له مونږ سره همکاري ونشي نو ولسوالۍ سقوط کوي.
ویل کیږي چې جګړه نن پای ته ورسېده، او طالب وسلوالو د یادې ولسوالۍ مرکز، امنیه قمندانۍ شاوخوا سیمې او ټول دولتي تأسیسات نیولي دي.
د دې برید په پایله کې د افغان ځواکونو ۵تنه وژل شوي دي او ۴تنه نور ټپيان دي، او ۱۲موټرسایکلونه او نور ګڼ شمېر مهمات طالب وسلوالو ته لاسته ورغلي دي.
او د طالب وسلوالو ۲تنه جنګیالي هم وژل شوي دي، او ۵تنه نور ټپيان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close