فارین افیرز: امریکا غواړي د افغانستان کړکيچ کې خپله ښکېلتيا کمه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۳۰)

له امريکا څخه خپرېدونکې فارين افيرز خپرونه په خپله تازه ګڼه کې لیکي چې راتلونکي اکتوبر مياشت په افغانستان کې د امریکا د جګړې اوولس کاله پوره کېدونکي دي.

خپرونه زياتوي، چې افغان جګړه کې څه د پاسه دوه زره امریکايي پوځيان وژل شوي او له شل زور زيات ټپيان شوي چې دا د امريکا تر ټولو اوږده جګړه ده.

د لیکوال په وينا، په دغه جګړه کې چې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې يې شمېرې خپرې شوي له (دوه زره نهم کال راهيسې نږدې شل زره ملکي افغانان وژل شوي او تر پنځوس زرو) نور ټپيان دي.

خپرونه ليکي امریکا تر اوسه پر افغان جګړې ۸۷۷ ميليارده ډالر لګولي د ټرمپ د حکومت له خوا د طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅو ته په کتو داسې ښکاري چې امریکا غواړي د افغانسان په کړکېچ کې خپله ښکېلتيا کمه کړي.

په وروستيو کې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ ديپلوماټانو ته امر کړی و چې له طالبانو سره د سولې اړوند مخامخ خبرو هڅې وکړي.

له هغې وروسته داسې راپورونه ورکول شول چې د ټرمپ د ادارې د استازو او طالبانو تر منځ په قطر کې ناستې شوي او د افغانستان پر مسلې يې مهمې خبرې کړي.

که څه هم د افغان حکومت چارواکو په بار بار ويلي چې د مذاکراتو لپاره له طالبانو سره خبرو کولو ته تیار دي خو طالبانو په خپلو خپرو کړو اعلاميو کې ويلي چې د افغان جګړې اصلي لوری امريکا ده او بايد خبرې هم له امريکا سره وشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close