فایننشل ټایمز: ایران دې د اوبو په بدل کې افغانستان ته بریښنا ورکړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۴)

د فاینشنل ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړی چې د ایران د پارلمان یوه غړي حکومت ته وړاندیز کړی چې ایران دې افغانستان ته د اوبو په بدل کې بریښنا او ګاز ورکړي او دغه اوبو دې وړیا نه غواړي

ورځپاڼه وایي، دغه غوښتنه د ایران د سیستان بلوچستان ولایت استازي حبیب الله دمراده کړې او ویلي یې دي چې تیر کال له افغانستان څخه د ورغلو اوبو کچه د نشت برابر وه او که مونږ غواړو دغه اوبو دائمي کړو باید ویې پیرو.

دامراده ویلي، تهران دې د هلمند سیند د اوبو په بدیل کې افغانستان ته ګاز او تیل ورکړي او له دغه هېواده دې یو څو میلیونه کیوبیک میټره اوبه واخلي.

دامراده د ایران د هغه آیالت استازی دی چې د هلمند سیند په اوبو خړویږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close