فتنه اچوونکو په پچيراګام کې ۸ ولسي وګړي وژلي

کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، یوې فتنه اچوونکې وسله والې ډلې په دې ولسوالۍ کې ۸ تنه ولسي وګړي وژلي دي، چې ټول کوچنيان او مېرمنې دي.

خلکو ويلی، چې دې مشهورې فتنه اچوونکې ډلې د دې خلکو کورونه هم په اور سوزولي دي او د هغوی شتمنۍ يې اخستې دي، او خلک له سيمې وتو ته نه پرېږدي.

د خوږياڼو سراسري شورا دغه پېښه تاييد کړې ده او زياته کړې يې ده، چې د تېرو ورځو په اوږدو کې داعش وسله والو د ۴ او ۷ کلونو تر منځ ۴ کوچنيان او درې مېرمنې شهيدان کړي دي.

د يادې شورا خبرپاڼې ليکلي دي، چې داعش له دې پرته د ۱۵ برمته کړو وګړو ۴ تنه يې هم په ډېر وحشت وژلي، چې ټول ولسي خلک دي او په کوم سياسي لوري پورې تړلي نه دي.

شوری پر حکومت غږ کړی، چې د روان ناورين مخنيوی دې وکړي او په دې لاره کې دې جدي ګامونه پورته کړي.

ياده دې وي، چې داعش وسله والو وړمه ورځ د همدې ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې هم د خلکو عامه وژنه کړې وه، چې له امله يې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close