فرانسه: يو افغان د چاړې برید کې اووه تنه ټپيان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۹)

د فرانسې په پلازمينه پاريس کې يوه کس په خلکو د چاړې برید کړی چې د پوليسو په وينا په ترڅ کې يې اووه تنه ټپيان شوي دي.

دغه بريد تيره شپه شاوخوا يوولس بجې د پلازمينې په “کې د له لووا” سيمه کې يوې سينما ته نږدې د يوه افغان له لوري شوی دی.

ځايي خبري سرچينې وايي، په ټپيانو کې دوه تنه برتانويان دي چې په سر او سينه د چاړې وارونه خوړلي دي.

پوليس وايي، د ټپيانو له ډلې د څلورو کسانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

عيني شاهدان وايي، چې بريد کوونکي سره د اوسپنې ډنډه وه لومړی يې خلک په هغې وهل او وروسته به يې پرې د چاړې ګزارونه کول.

پوليس وايي، برید کوونکی يې نيولی او څېړنې ترې روانې دي چې معلومه کړي دا خو به ترهګريز برید نه وي.

په تيره اګست مياشت کې هم په پلازمينه پاريس کې د چاړې په بريد کې دوه تنه ووژل شول او یو بل ټپي شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close