فرانسه: پولیسو درې جوماتونه وتړل

کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د قاعدة الجهاد نومې تنظیم د جبهةالنصرې له خوا په فرانسه باندې بریدونه وکړل چې په زیاته کچه ځاني تلفات یې ور واړول، نو په پارېس کې د جوماتونو د تړلو قانون تصویب شو.
همدا راز  فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کازینوف ویلي دي چې «دا لومړی ځل دی چې د فرانسې حکومت د (مسلمانانو) په عبادت ګاوو باندې چاپې واچولې، ځکه چې په دغه ځایونو کې اسلامپال افراطیان روزل کیږي»
ده همدا راز زیاته کړه چې د فرانسې پولیسو پرون د پارېس په ختیځ کې پر یوه جومات د چاپې مهال ۹کسان پخپلو کورونو کې نظر بند کړي دي، او ۲۲تنه نورو ته یې د دغه ملک څخه د نه وتلو امر کړی دی.
د یادونی وړ ده چې دوه نور جوماتونه چې د پولیسو تر چاپې لاندې راغلي دي، د پارېس په شمال لویديځ کې د لېون نومې ښار کې موقعیت لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close