فرانسه کې تېزو بارانونو او سیلابونو مرګ او ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام تلې۱۳مه/۱۳۹۴ل)

د فرانسې سویلي برخه کې تېره ورځ د تېزو بارانونو او سیلابونو له امله لږ ترلږه ۱۶ تنه مړه او ډېر نور يي د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي .

د فرانسې د طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي چې فرانسې کې دغو سیلابونو له کبله د ښار ځينو برخو کې برېښنا او ټرانسپورټي لارې زیانمنې کړي دي.

او دغه راز په اینټیبي ښارکې يي ۳ تنه اوبو وړي او ۵ تنه د موټرو په یوه تم ځای کې د بند پاتې کېدو له امله مړه شوي دي .

د فرانسې حکومت غږ کړی چې دغو سیلاب ځپلو سیمو ته دي سمدلاسه مرستې ولیږل شي او همدارنګه طیبي کار کونکې دې هم خپلې عاجلې مرستې یادو سیمو ته ورسوي .

په یو بل خبر کې ويل شوي دي چې د تېرې اونۍ د ډېرو ورښتونو له امله د «ریویرا» سمندر هم مست شوی وه ، دغه سمندر د روم سمندر ساحل ايټالیا له پولې سره بهیږي، خو مالي او ځاني تلفات يي نه لرل ، ويل کیږي چې د سیمې خلک يي اندېښمن کړي وه .

دغه راز د فرانسې په نور بېلابېلو ښارونو کې زیات بارانونه شوي چي په روان کال کې يي ساری نه وه ليدل شوی .

او یو شمېر ښارونو کې د ابو د زیاتېدو له امله ځيني استنادي دیوالونه غورځېدلي چې ډېر کورونه يي زیانمن کړي .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close