فرانسه کې لاریونونو زور اخیستی؛ بلجیم او هالنډ کې هم تازه پیل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۷)

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې له څو اونیو را په دې خوا پیل شوي لاریونونه لا هم دوام لري، حکومت وایي، شاوخوت ۴۸۱ تنه مظاهره چیان یې نیولي، خو لا هم دالاریونونه په خوځښت سره روان دي.
لاریونونه وروسته تر هغه پیل شول کله چې په دې هیواد کې د تیلو د بیو د لوړیدو او د مالیو د پورته کیدو خبر ورکړل شو.
لاریونوال چې ژیړ واسکټونه یې اغوستي او په “ ژیړ واسکټو“ مشهور دي ، شمیر یې زرګونو ته رسیدلی او هڅه کوي جمهوري ریاست ته ځان ورسوي.
د فرانسې پولیس وایي ۸۹ زره امنیتی کسان یې پر ګزمه وهلو او بیړنیو تدابیرو ګمارلي چې ۸ زره یې یواځې په پاریس کې د تیارسۍ په حالت کې دي.

لاریون کونکو له پولیسو سره نښتې کړي، ګاډو ته یې اورونه ورکړي او پر پولیسو يې د کاڼو ګوزارونه کړي، پولیسو په ځوابي بریدونو کې پر لاریونوالو اوښکې بهونکی ګاز کارولی، او پر لاریونوالو یې مخامخ ډزې کړې دي.
تر اوسه د لسګونو لاریونوالو د ټپي کیدو خبرونه ورکړل شوي .
که څه هم د فرانسې ولسمشر د مالیو د بیرته معافیت خبر ورکړی، خو لاریونوال وایي چې تر هغو به خپلو اعتراضاتو ته دوام ورکړي، څو چې د دې هیواد ولسمشر ایمانوئل ماکرون له دندې نه وي لرې شوی.

نن ورځ په دغه هیواد کې د ایفل برج، د “لوور“ موزیم او یو شمیر هغه ځایونه چې ډیر سیلانیان ورځي تړل شوي وو ؛ دغه راز په پلازمینه پاریس کې ټولې لویې مغازې او مارکیټونه نه ؤ پرانیستل شوي او اټکل ده چې دا لړۍ نوره هم وغځیږي.
.

بلخوا د فرانسې په ګاونډ بلجیم کې هم ورته اعتراضات پیل شوي او په پراخه کچه دوام لري.
پولیس وایي د ژیړ واسکټو له ډلې یې ۷۰ تنه نیولي او د اروپایي پارلمان ودانۍ او د ټاکنو کمیسیون ودانۍ یې تړلې دي.

په همهاله توګه په هالنډ کې هم ورته اعتراضات پیل شوي او خلک له حکومت څخه د بیو د رالویدو غوښتنه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close