فرانسې حجاب ته مشروطه اجازه ورکړې او ګانا هیواد پر آذان بندیز لګولی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷وری ۲۷)

د فرانسې جمهور رئیس امانویل ماکرون نن په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته ویلي چې په هیواد کې د حجاب اړوند زړه نازړه لیدلوری لري او د مسلمانانو او مسیحیانو تر منځ تفاوت حیران کړی.
نوموړي ویلي؛ د حجاب د یومخیز بندیز ملاتړ نه کوي خو په ښونیزو ادارو او دولتي بنسټونو کې کارمندې میرمنې باید د فرانسې د حکومت قوانین مراعات کړي.
ماکرون ویلی فرانسه کې تر ۶ میلیونه مسلمانان ژوند کوي او موږ یې باید مذهبي ازادي ته احترام ولرو.
نوموړي ویلي؛ مسلمانې میرمنې کولی شي له ښونیزو او دولتي ادارو پرته هرځای حجاب وکړي.
بل پلو د افریقا د ګانا هیواد حکومت ویلي چې په دې ښار کې د غږونو د ډیروالي له امله زیات ازدحام رامنځته شوی او پر مسلمانانو یې غږ کړی چې د لوډسپیکرونو څخه دې آذانونه بند او د لمانځه وخت ته دې خلک د واټساپ له لارې رابولي.
د دې هیواد د پلازمینې اکرا د ترافیکو ادارې ویلي؛ په ښار کې د توکو د پلورونکو او لوړې موسیقي غږیزه ککړتیا رامنځته کړې چې کلیساوې او جوماتونه هم په کې یو ډول رول لري نو له همدې امله باید د جوماتونو امامان د واتساپ له لارې په لیکلې بڼه لمونځ کونکي راوبلل شي.

خو د دې هیواد مسلمانانو داخبر رد کړی دی او ملا امامانو ویلي چې دوی له تنخوا پرته د امامت دندې ترسره کوي که دولت ورباندې د آذان پابندي لګوي لږ تر لږه یې باید دواتساپ مصارف هم ورکړي.
ځایي خلکو ویلي چې دا وړاندیز ځکه نه شي منلی چې په دې هیواد کې د مسیحیانو کلیساوې هم دا چاره ترسره کوي او پر هغوی هم باید یو ډول بندیز ولګول شي.
دوی همداراز وایي؛ چې د دې هیواد ډیری خلک له ټولنیزو شبکو په تیره بیا له واټساپ سره بلدتیا نه لري نو باید دا فرمان لغوه شي.
د ګانا حکومت ویلي؛ که فرمان یې ونه منل شو دا موضوع به د قانون له لارې جدي ونیسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close