فرانسې د دې هېواد زړه کې «بلال» جومات ونړاوه

کابل ټکی کام ۲۷لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د فرانسې زړه کې په ليون سيمه کې چارواکو «بلال» جومات ونړاوه، دغه جومات له دې مخکې د ښاروال ميچل بيکار له لوري هغه وخت تړل شوی و، چې پاريس کې وروستي بريدونه وشول.

فرانسوي چارواکو ويلي، دغه جومات چې يوه سلفي ټولنه يې اداره کوي، په نوييمو کلونو کې يوازې د ښاروالۍ يو ګودام و.

ښاروالۍ وايي، وروسته ځينو سلفي لوريو دغه ګودام په خپل لاس کې واخيست او په ۲۰۰۰ کال کې يې د جومات په توګه فعال کړ، چې د نږدې ودانيو خلک ورتلل.

ښاروالۍ دغه جومات وروسته له هغه چې د پاريس له وروستيو بريدونو وروسته وتړل شو، نړولی دی، ښاروالۍ وايي، هر څه خپل ځای ته راغلل او هغه قانون پلي شو، چې د پاريس له وروستي بريدونو وروسته حکومت تاييد کړی دی.

هېره دې نه وي، چې له يادو بريدونو وروسته په پاريس او نورو غربي ښارونو او هيوادونو کې مسلمانان له ستر جنجال سره مخ دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close