فرانس: اورګاډي اوښتو کې ۱۰ فرانسويان وژل شوي، له ۳۰ ډېر ټپيان دي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۴

د فرانسې په ختيځ ښار سټراسبروګ کې د تېزۍ له امله په اوښتي يوه اورګاډي کې ۱۰ تنه وژل شوي دي او له ۳۰ ډېر نور ټپيان دي.

پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده او چارواکو ويلي دي، چې په ۴۰ کلونو کې د اورګاډو دا تر ټولو بده پېښه ده.

فرانسوي سرچينو د سټراسبروګ د ښاروالۍ او امنيتي چارواکو له خولې ليکلي دي، چې پېښه پر هغه ليکه رامنځته شوې ده، چې تر دې دمه تر تجربې لاندې وه.

د پېښې ټول ټپيان د فرانسې د اوسپنيزو ليکو ماهرين و، چې د همدې ليکو په يوه شرکت پورې اړوند وو، په اورګاډي کې د دې شرکت ۴۹ تنه سپاره وو.

اورګاډي له اوښتو وروسته اور هم اخستی دی، چې چارواکي يې د اورګاډي د تېزۍ له امله بولي، د هغوی په وينا ماهريونو مالوموله چې دغه ليکه به راتلونکي کال ته د کار اخستو جوګه وي که نه؟

د پېښې ټپيان د هليکوپترو پر مټ روغتونو ته وړل شوي دي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close