فراه؛ حکومت باید څه وکړي؟/ خالد روان

امریکا او  افغان حکومت دواړه دروغ وايي. امریکا په افغانستان جگړه غواړي او د جگړې له لارې خپلې موخې ترلاسه کوي. د حکومت د نظامي او ملکي چارواکو گټې په جگړه کې دي. که چېرته په افغانستان کې سوله راشي؛ نو پر دوی باندې د نړیوالو بې خرته مرستې درېږي. د دوی بچیان به خوار شي، په بهر کې به یې کاروبارونه په ټپه ودرېږي او د موټرو، وسلو، تېلو او د نظامي توکو خرڅلاو به پرې بند شي.

نه امریکا، نه ناټو او نه افغان  حکومت سولې ته ژمن و/ دی. د کرزي د وخت د سولې عالي شورا ډرامه وه او دغه ډرامه تراوسه روانه ده. د سولې شورا یوازې پیسې ترلاسه کوي او لوړ معاشونو ته خوښ دي. د سولې شورا رییس داسې کس دی، چې په پښتو نه پوهېږي او دلته د جگړې د مهم اړخ د خلکو ژبه پښتو ده، نو دوی به د سولې خبرو افهام او تفهیم څنگه وکړي؟

د تېر کال په ژمي کې په فراه کې جگړو زور واخېست. ورځ تر بلې طالبانو ځینې سیمې نیولې. امریکا ایټالویان د افغان ځواکونو د ملاتړ له‌پاره ورولېږل؛ خو له یوې اوونۍ وروسته یې فراه پرېښوده او کابل ته په تېښته را بریالي شول.

د فراه والي، امنیه قومندان او ځینې نور چارواکي بدل رابدل شول؛ خو د فراه د امنیت یوه ذره هم ښه نه شو. ځینې مهم نظامي چارواکي یې ووژل شول. په فراه کې هره ورځ یوې، دوو او حتا درېیو پوستو سقوط کاوه، چې باالاخره تېره شپه طالبانو د فراه پر ښار ډله‌ییز بریدونه پیل کړل او نن فراه په بشپړ ډول د طالبانو لاسته ولوېده.

ما تېره اوونۍ لیکلي وو، چې د طالبانو روان پیل کړي عملیات«الخندق» پرېکنده ښکاري او دغه عملیات به حتماً خبره یوه طرفه کوي. یا به امریکا په سمه پر گونډو کړي او افغانستان به له ۱۷کلن اشغال څخه خلاص کړي او یا به پراخه سیمې  او زرگونه میله وسله ونیسي. په تېرو شلو ورځو کې د هېواد په گوټ ـ گوټ کې زرگونه عسکر وژل شوي، تسلیم شوي او ځینې یې لادرکه هم دي.

زرگونه میله سپکه او درنه وسله د طالبانو لاسونو ته ورغلې او په فراه کې یې له مهمو دولتي ځواکونو ټول تجهیزات او وسایل د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي. پر همدغه وسله طالبان څو کاله مقاومت کولی شي او سویلي او سویل لویدیځ ولایتونه تر گواښ لاندې نیولی شي. د شمالي ولایتونو حالت له دې ډېر نازک دی او فاریاب هم د سقوط شېبې شماري.

د طالبانو د بریدونو سره هم‌مهاله د داعش ډلې بریدونو هم زور اخیستی، داعش داسې ځایونه تر بریدونو لاندې نیسي، چې طالبانو په تېرو ۱۷ کلونو کې ورسره هېڅ کار نه دی لرلی. حکومت، د ملي امنیت ریاست، د ملي امنیت شورا او امریکا غواړي د الخندق عملیات کم‌رنگه کړي او د داعش بریدونه ډېر غټ وښيي؛ خو طالبان داسې برید وکړي، چې له حکومته د تېرې ورځې خبرې هېرې کړي او ټول جوړ کړی پلان یې په اوبو یوسي.

طالبانو له دې وړاندې کندوز دوه ځلې سقوط کړی و؛ خو د فراه سقوط یې لومړی ځل شو. امریکا او حکومت باید پوه شي، چې د عقیدې پر وړاندې د نړۍ هېڅ زبرځواک ټېنگېدای نه‌شي؛ گنې د فراه په سقوط کې به ټول سل طالبان نه وو؛ خو د دومره زرگونو عسکرو سره بیا هم فراه د طالبانو لاس ته ولوېده.

افغان حکومت باید له سره فکر وکړي، چې د سختۍ پر ورځ له امریکا سره یې امنیتي تړون کومه پایله نه ورکوي او نه امریکایان د افغان حکومت له غمه مړه دي. که هر ولایت سقوط کوي امریکا او ناټو به یې یوازې وغندي؛ خو د افغان ځواکونو ملاتړ به هېڅکله ونه کړي. لکه په فراه کې چې یوازې پرېښودل.

خلک نور له امریکا، ناټو او افغان حکومت ته تنگ راغلي. امریکا د هغه نظام ملاتړ کوي، چې د نړۍ مفسد نظام دی. چارواکي یې ټول غله، غاصبین او د پردیو ایجنټان دي. دغو لاسپوڅو ته یوازې خپلې گټې له هر څه مهمې دي. خلک نور په کابل کې کلیساوې نه غواړي، خلک په افغانستان کې د فحشاء ښکاره مرکزونه نه غواړي، خلک یو سوچه اسلامي نظام غواړي. هغه نظام چې هر څوک په کې خپل ځان وگوري او مشران یې چارواکي نه، بلکې د ملت خادمان وي. دغه خلک یوازې طالبان کېدای شي او بس!

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close