فراه:طالبان وایي،د وژل شویو کسانو پر جسدونو هیڅ راز معامله نه ده شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۴)

طالبانو د ځینو دولتي چارواکو په استناد د یو شمیر رسنیو هغه راپورونه ردکړي، چې ګواکې په فراه ولایت کې یې د سقوط شوې چورلکې جسدونه د پیسو په بدل کې حکومت ته ور سپارلي.

طالبانو یوځل بیاټینګار کړی، تر هغو چې د جنرال رازق د قاتل جسد نه وي ورسپارل شوی، د فراه ولایت په لویدلې چورلکه کې د هیڅ دولتي چارواکي جسد حکومت ته نه ورسپاري.
طالبانو د آریانانیوز او یو شمیر نورو رسنیو هغه راپورونه چې ګواکې حکومت ته یې د ۵ لکه افغانیو په بدل کې د هر وژل شوي کس جسد سپارلی  رد کړي او زیاته کړې یې ده چې “دښمن خپل شرم او ناکامي په داسې پروپاګند سره جبران کوي او د خلکو توجه له اصلي موضوع څخه بلې خوا اړوي“

طالبان وایي چې د دوو ښځینه ؤ جسدونه یې د عزت او حرمت له مخې دهغوی کورنیو ته سپارلي او د نورو وژل شویو چارواکو جسدونه یواځې هغه مهال حکومت ته سپاري، چې حکومت ورته د جنرال رازق د قاتل “ذبیح الله ابودجانه“ جسد ور وسپاري.
طالبان د مړو د جسدونو لامل دا ښوودلی چې په خبره یې، دولتي چارواکو تیره اونۍ په کندهار کې د عبدالرازق د وژونکي طالب جسد ګرځولی او خپلوانو ته یې نه ورکوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close