فراه:پارلماني ټاکنو ته یو تن له زندانه نوماند شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۰)

 

د فراه ولایت ځایي چارواکی وایي چې راتلونکو پارلماني ټاکنو ته د عبدالکریم شفق په نامه یوه تن ځان له زندان څخه نوماند کړی دی.
سرچینې وایي، نوموړی د زړه د ناروغۍ په پلمه له زندانه په ضمانت خوشې شوی و، چې تر نوماند کیدو وروسته بیرته زندان ته ورغلی او ټاکنیزې منډې ترړې یې خپل زوی ته ور له غاړې کړې .

په فراه کې د ټاکنو سیمیز کمیسیون وایي، چې دې سړي جرمي سابقه نه درلوده او ځکه دوی هم منلی دی.
خو لویې څارنوالۍ بیا یاد کس په بند محکوم بللی او د څو کلن بند سزا یې ورته اورولې.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې په پکتیکا ولایت کې هم یوه نوماند چې په بند محکوم دی او آزاد ګرځي د ولسي جرګې ټاکنو ته ځان نوماند کړی وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close