فراه: اويا تنه دولتي منسوبين له وسلو سره طالبانو ته اوښتي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۳) سيمه ييزې خبري سرچينې وايي، د فراه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې د څو تنو قومندانانو په ګډون لسګونه دولتي منسوبين د طالبانو ليکو سره يوځای شوي دي.

د سرچينې په وينا، د دوشنبې په ماښام په ياده ولسوالۍ کې د سيمې يو تن مشهور او پياوړی قومندان “ملک” له خپلو شپېتو تنو وسله والو کسانو سره يوځای طالبانو ته اوښتي دی.

سرچينه زياتوي، نوموړي قومندان او وسله والو يې تر دې مخکې د فاسک ناوې په سيمه کې د دولت په پلوۍ د طالبانو پر وړاندې جګړه کوله.

طالب وياند له دوی سره د نوموړي قومندان يوځای کېدل تاييد کړي او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، له دوی سره د قومندان ملک په يوځای کېدو د فاسک ناوې مهمه سيمه هم د دوی تر واک لاندې راغله زياتوي چې “ملک او وسله والو يې هوډ کړی چې له دې وروسته به د اسلامي امارت سره همکاري کوي.”

دغه راز طالب وياند قاري يوسف احمدي تازه په خپله ټويټر پاڼه د يادې ولسوالۍ مربوط سيمه کې د يوه بل قومندان او لس عسکرو د تسلمېدو خبر هم ورکړی وايي: ” پرچمن کي قومندان ارباب ګل اغا سره له ۱۰ تنو مسلح عسکرو داسلامي امارت مجاهدینوته تسلیم شو”.

ځايي امنيتي مسئولينو طالبانو ته د يادو قومندانانو او عسکرو د تسلمېدو په اړه رسنيو سره له خبرو ډډه کړې ده.

خو د فراه د پوليسو وياند فضل احمد شيرزاد وايي، تېره شپه طالبانو د پرچمن ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه کړي و چې د عسکرو په ګډون لسګونه طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close