فراه او کاپیسا کې لسګونو کمانډو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر همدې مهال طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ‏‎چې د فراه رود تپه سادات سیمه کي یې له عملیاتي قوې سره جګړه شوې چي ۵۳ تنه کمانډو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۹ فرید افغان)

د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي چې، د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د وسلوالو پر ضد پیل شویو عملیاتو کې د ملي اردو او کمانډو ځواکونو ته دروند ځاني زیان اوښتی.
د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وایي؛ د طالبانو سره په مخامخ حملو کې د ملي اردو او کمانډو ځواکونو ۱۸ تنه ځواکونه وژل شوي.
د نوموړي په وینا؛ د کمانډو ۹ ځواکونه وژل شوي او درۍ تنه نور طالبانو ژوندي له ځانه سره وړي.
یو شمیر نورو امنیتي سرچینو بیا د وژل شویو شمیر تر ۳۰ لوړ بللی چې په وینا یې د یو شمیر جسدونه هم ورک دي.
د فراه ولایت د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد بیا رسنیو ته ویلي چې دوی یواځې د ۴ کمانډویانو د وژلو څخه خبر لري.
نوموړي همداراز د ۲۰ طالبانو د وژل کیدو ادعا هم کړې.

پر همدې مهال طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ‏‎چې د فراه رود تپه سادات سیمه کي یې له عملیاتي قوې سره جګړه شوې چي ۵۳ تنه کمانډو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې

د نوموړي په وینا، په جګړه کې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم د دوی  لاس ته ورغلي
د یادونې وړ ده چې دا عملیات د فراه د والي بصير سالنګي تر رهبرۍ لاندې پیل شوي چې والي ترې تیره ورځ د طالبانو د مرګوني برید له امله پښې سپکې کړې.

په یو بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه د کاپیسا نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې اړوند د ولي خانخیلو سیمه کې ګډوځواکونو پر طالبانو چاپه وهلې چې له متقابل غبرګون سره مخ شوي.
طالب ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي، په ځوابي بریدونو کې ۴ تنه کمانډو عسکر وژل شوي، او ګڼ نور ټپيان دي.
نوموړی زیاتوي؛ نور راغلي عسکر بیرته له سیمې تښتیدلي.
دولتي چارواکو تر اوسه د کاپیسا د پیښې په تړاو وضاحت نه دی ورکړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close