فراه: بالابلوک کې عسکرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۶)

د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې طالبانو پر پوستو بريدونه کړي چې د چارواکو په وينا دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د پوليسو وياند محب الله محب وايي، د يادې ولسوالۍ په هزک سيمه کې پر څو بريدونه شوي زياتوي چې په متقابلو ډزو او هوايي بريدونو کې نولس طالبان وژل شوي او دري دېرش نور ټپيان دي.

د محب په خبره، د طالبانو په بریدونو کې څلور پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

خو د فراه د ولايتي شورا غړې جميله اميني وايي، په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې پنځلس عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

په عين حال کې د ملي اردو دوهمې پلې ليوا وياند نورالحق خالقي وايي، په دغه بريد کې څلور عسکر وزل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

طالبانو د بريد د پخلي تر څنګ ويلي چې د “دهزکي او خواجه خضر” سيمو تر منځ د ملي اردو يوه قرارګاه يې نيولې او په پوسته يې جګړه کړې زياتوي چې په دغه جګړه کې شپاړلس عسکر وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

طالبان وايي، د جګړې په پايله کې له يادې قرارګاه څخه يوولس جلسي ټوپکونه، درې ثقيلان، يو راکټ، هاوان او په زیاته اندازه مهمات او پوځي توکي هم نيولي دي.

طالبانو منلې چې په سيمه کې بمبماري شوې زياتوي چې له امله يې درې طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close