فراه ته د امریکایی او ایټالوي ځواکونو ځانګړې قطعې رسیدلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۴)

د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې تیره شپه دې ولایت ته د امریکایی او ایټالیاوي ځواکونو ځانګړي قطعات رسیدلي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند په یوه خبر پاڼه کې ویلي، “ د مخالفینو د ځپلو په موخه تیره شپه لسګونه بهرني ځانګړي ځواکونه د فراه په هوایي ډګر کې ښکته شول“
خو په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند بیا دا نه مني چې یاد ځواکونه د وسلوالو د ځپلو په موخه فراه ته تللي، محمد رادمنش وایي، دغه ځواکونه د دې له پاره هلته استول شوي څو د افغان ځواکونو د مشورې ورکولو او زدکړو په چارو کې رول ولوبوي.
رادمنش زیاتوي “ کله چې چې جګړه راتله یاد ځواکونه به د جګړو په لومړیو کرښو کې هم د مشورو لړۍ روانه ساتي او افغان ځواکونه ته به د طالبانو پر وړاندې قوي روزنه ورکوي“

دا د امریکایي ځواکونو لومړني ځانګړي ځواکونه دي چې د ټرمپ د ستراتیژۍ تر اعلان وروسته یاد ولایت ته استول کیږي.
تر دې وړاندې یوه لویه ډله ایټالویان هم یاد ولایت ته لیږل شوي و، خو د طالبانو توغندویزو بریدو له څو ورځني ځنډ وروسته ، بیا وتلو ته اړ کړل.
تر اوسه د دې دواړو قطعاتو د شمیر په تړاو څه نه دي ویل شوي او نه هم د ناټو ځواکونو په دې تړاو رسماً څه ویلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close