فراه ته د سکاټ ميلر په تګ يوځل بيا افغان عسکر بې وسلې شول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۴)

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر فراه ولایت ته تللی دی.

سکاټ ميلر پرون ماښام دغه ولايت ته تللی او له ولايتي چارواکو او امنيتي مسوولينو سره يې په فراه کې د امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړي دي.

ميلر ويلي، چې دغه ولايت ته به جګړه کوونکي امريکايي عسکر او سلاکار نظاميان وليږي څو د طالبانو په ځپلو کې برخه واخلي.

هغه ويلي، چې په فراه کې به د ګډو ځواکونو هوايي او ځمکنيو عملياتو کې زياتوالی راشي.

فراه ته د سکاټ ميلر د سفر پر مهال د دغه ولايت د والي او نورو امنيتي مسوولينو له ساتونکو وسلې ټولې شوې او وروسته يې له يادو چارواکو سره کتلي دي.

تر دې مخکې سکاټ ميلر غزني ولايت ته تللی و چې د هغه ولايت د والي او نورو لوړرتبه افغان چارواکو له ساتونکو او عسکرو يې وسلې ټولې کړې او بيا يې ورسره ملاقات کړی و.

د سکاټ مېلر او نورو بهرنيانو وروسته له هغې په افغان چارواکو او پوځيانو باور ختم شو چې د کندهار ولايت مقام کې د سکاټ ميلر په موجوديت غونډه کې پرې د يوه نفوذي کس له لوري بريد ترسره شو.

بريدګر د والي د ساتونکو په ډله کې نفوذ کړی و چې د بريد په ترڅ کې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق، د امنيت مشر، څو تنه چارواکي ووژل شول او د کندهار والي ويسا، د دغه ولايت لپاره د امريکايي ځواکونو قومندان او څو تنه نور بهرني او افغان چارواکي ټپيان شول.

طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د افغان پوځ په ليکو کې نفوذي کسان ځای پرځای کړي او له موقع په استفادې به پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close