فراه: خاکسفيد لپاره د دولت ولسوال طالبانو سره يوځای شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۹)

د فراه ولايت لپاره د دولت ولسوالۍ (محمد خان) د طالبانو ليکو ته اوښتي او هغوی سره يوځای شوی دی.

د فراه سيمه ييزې سرچينې وايي، چې نوموړی تيره ورځ له خپلو څو تنو ملګرو سره يوځای د طالبانو ليکو ته ورغلی او خپلې وسلې يې پر ځمکه ايښي دي.

طالبانو هم په يوه خبرپاڼه کې تاييد کړې وايي، چې د خاکسفيد ولسوالۍ لپاره د دولت ولسوال (محمد خان د جانان زوی) له خپلو پنځو ملګرو سره د جلب او جذب کمېسیون په هڅو خپله دنده خوشې کړې او طالبانو ته تسليم شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د ولسوال په شمول ټولو تسليم شويو کسانو (ټینګه ژمنه وکړه چی بیابه  هیڅکله هم  فاسد نظام ته  ورونه ګرزي اوغواړي چې  دنوراولس په شان خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي).

که څه هم د خاکسفيد ولسوالۍ له تيرې ډيرې مودې راهيسې د طالبانو تر بشپړ واک لاندې ده خو دولت د يادې ولسوالۍ لپاره (محمدخان) د ولسوال په نوم نومولی و.

طالبانو ويلي، چې ولسوال محمد خان او ملګرو يې دوی ته دوه ميله وسلې سپارلي او د طالبانو له خوا يې هرکلی شوی دی.

تر دې مخکې هم طالبانو ته د دولت په کچه پوځي کنډکونه، په ډله ييزه توګه امنيتي ځواکونه او چارواکي تسليم شوي دي.

طالبان د دولتي ليکو د رابلېدونکو کسانو لپاره د (دعوت و ارشاد او جلب جذب) په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې تر ډيره هڅې کوي له دولتي ليکو پوځي کسان او منسوبين رابيل او طالبانو ته تسليم کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close