فراه: دولتي ځواکونو دوه قرارګاوې او اته پوستې خوشې کړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)

د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو يوه قرارګاه او څلور پوستې خوشې کړي دي.

ځايي سرچينې وايي، دغه قرارګاه او پوستې د هرات- کندهار پر لويه لاره آب خورما په سيمه کې وې چې تيره ورځ ترې دولتي ځواکونه وتلي او سيمه يې طالبانو ته پريښې ده.

له بله پلوه د دغه ولايت د پشترود ولسوالۍ څخه هم راپورونه ورکړل شوي چې دولتي ځواکونو يوه قرارګاه او څلور پوستې خوشې کړي دي.

طالبان وايي، ياد عسکر د دوی د بريدونو له ويرې تښتېدلي زياتوي چې د يادو عسکرو په تېښتې سره (خورا پراخه سیمه   له شوز  سیمي نیولي  بیا ترچهاربنده پوري  دمجاهدینو ترکنترول  لاندي راغله)

تيره ورځ د فراه ولايتي شورا د دغه ولايت د احتمالي سقوط ويره څرګنده کړې وه ويلي و چې د فراه څلور ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو تر حاکميت لاندې دي او پاتې شپږ ولسوالۍ تر سخت امنيتي ګواښ لاندې دي.

فريد بختور وړمه ورځ ويلي و چې په پشترود ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد پر مهال اتلس عسکر ووژل شول او پنځلس نور طالبانو ژوندي ونيول.

وخت له فراه څخه د خونړيو جګړو راپورونه ورکول کېږي چې ډير کله پکې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close