فراه: د بهرنیوځواکونو په بمبار کې ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۶)

په فراه ولایت کې ځایي امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې وړمه شپه د بالابلوک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر ولسي میشت ځایونو هوایي بریدونه کړي چې ګڼو ولسي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د والي پخوانی ویاند عبدالرحمان ژوندي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي ؛تیره شپه د بالابلوک ولسوالی په شیوان کلي کې د داخلي او بهرني ځواکونو د چاپې پرمهال ګن شمیر وطنوالوته مرګ ژوبله اوښتي ده نوموړي د دولسو وژل شویو کلیوالو نومونه هم لیکلي.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او زیاتوي چې د برید پرمهال د دوی ملګرو په سیمه کې شتون نه درلود.

برید د شیوان ، کال قلعه ، سجویي ، عارف اباد اوګنج اباد په سیموکې ګډوځواکونو کړی چې دماشومانو ، ښځو اوسپین ږیرو په ګډون یې تر ۱۶ تنه زیات هیواد وال شهیدان ۱۱ تنه زخمیان شوي او ۱۹ تنه نورکلیوال یې له ځانء سره دبندیانو په توګه وړي دي.
تر اوسه د کورنیو او دفاع وزارتونو او ناټو چارواکو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close