فراه: د طالبانو برید کې لس پوليس وژل شوي، پنځلس يې ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۱) د فراه ولايت مرکز د پنځمې امنيتي حوزې مربوط د رج په سيمه کې طالبانو په يوه پوځي مرکز بريد کړی چې ځايي سرچينې وايي په بريد کې لس عسکر وژل شوي او يو شمير نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري دغه بريد تاييدوي وايي، په بريد کې درې سرتيري وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي په بريد کې ديارلس طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيمه ييزې خبري سرچينې وايي، په بريد کې لس عسکر وژل شوي او نږدې پنځلس تنه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، تېره شپه يې له جګړې وروسته يوه قرارګاه په مکمله توګه نيولې چې په ترڅ کې يې لس عسکر وژل شوي او پنځلس تنه نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دغه جګړه کې يې د دولتي ځواکونو يو ټانګ سوځولی، څلور ټانګونه، په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close