فراه: د طالبانو نفوذي کس څلور عسکر وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۷) د فراه ولايت په مرکز کې يوه عسکر د خپلې پوستې پر ملګرو ډزې کړي او خپل څلور ملګري يې وژلي دي.

پېښه پرون غرمه د فراه د مرکز مربوط د “رج” سيمې په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې پېښه تاييدوي خو د مرګ ژوبله په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې زياتوي چې بريدګر له سيمې په تېښته بريالی شوی دی.

طالبانو د پېښې پخلی کړی او په يوې خبرپاڼې کې يې ويلي، چې بريد کوونکی د “عبدالعلي” په نوم د دوی نفوذي کس و چې په پوسته کې يې څلور تنه عسکر ووژل او خپله له څلور ميله وسلو سره طالبانو ته ورغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم د طالبانو يوه نفوذي کس د فارياب ولایت چهلګزي ولسوالۍ مربوط په چهارشنبې سيمه کې د خپلې پوستې د يوه قومندان په ګډون شپږ عسکر ووژل او خپله طالبانو ته ورغلی دی.

شاوخوا لس ورځې مخکې هم يوه افغان عسکر چې طالبانو خپل نفوذي کس باله په روزګان ولايت کې پر بهرنيو عسکرو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د طالبانو په وينا څلور عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول، خو امريکايي چارواکو يواځې د يوه عسکر وژل او دوو نورو ټپي کېدل تاييد کړل.

طالبانو په وروستيو کې ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان لري او له موقع په استفادې به په افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close