فراه: د طالبانو په وسلوال بريد کې ۱۱ پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۴) احمدالله مهاجر

یوې خبري سرچینې رسنیو ته ویلي، چې نن سهار فراه ولایت کې طالب وسله والو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

طالبانو تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو یوې سرچینې رسنیو ته په لېږل شوي خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی نن سهار ۳:۰۰ بجې د فراه ولایت په شمالګاه سیمه کې پر پوسته برید وکړ، چې له کبله یې ۱۱ پولیس وژل شوي او ۱ بل تن ټپي دی.

د فراه ولایت د پولیسو مشر توریالی ابدالي برید تأیید کړی دی، مګر ویلي یې دی، چې په پېښه کې ۳ پولیس وژل شوي دي او ۴ نور ټپيان دي.

په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ وسلوالې نښتې ډېرې شوي، چې وخت ناوخت دواړو غاړو ته پکې تلفات اوړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close