فراه: د “میلر“امنیت نیونکي ۲۰ کاروان باندې برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۵)

له فراه ولایت نه ورکړل شوي چې طالبانو د ملي اردو هغه کاروان تر برید لاندې راوستلی چې تیره ورځ یې امریکایي جنرال “اسکاټ میلر“ ته امنیت نیولی وو.
خبر زیاتوي، دغه نښتې چې پرون ماښام د فراه ولایت د مرکز اړوند د “تیوسک“ په سیمه کې تر سره شوې، په کې شل(۲۰) تنه افغان ځواکونه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

سرچینې وایي ؛ په وژل شویو سرتیرو کي د فراه ښار د پنځمې امنیتي حوزې مشر او د جوین ولسوالۍ امنیه قومندان هم شامل دي.
ځینې نورې سرچینې بیا وایي چې دغه کاروان د میلر تر امنیت نیونې وروسته جوین ولسوالۍ ته د نوي امنیه قومندان د معرفي کیدو لپاره شخصي موټرو کې روان وو چې د طالبانو د کمین ښکار شو.

طالبان وایي په دې بریدونو کې یې ۵ موټره له منځه وړي او د یوه موټر په ګډون یې ګڼ مهمات لاس ته ورغلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close