فراه: د چورلکې نسکورېدو پېښه کې د لوړرتبه چارواکو په شمول ۲۵ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۹)

د فراه او هرات تر منځ د پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې چې د فراه ولايتي شورا د رئیس، د ۲۰۷ظفر قول اردو مرستيال په ګډون ويل کېږي ټول پنځه ويشت تنه پکې وژل شوي چې لوړرتبه چارواکي هم پکې شامل دي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري وايي، يادې چورلکې نن سهار له فراه څخه د شينډنډ د هوايي ميدان پر لور الوت کړی و چې د شينډنډ او اناردرې ترمنځ په جمال غازي سيمه کې راغورځېدلې ده.

مهري د چورلکې د نسکورېدو لامل د هوا خرابوالی او تنخيکي ستونزه بللې خو طالبان وايي چې چورلکه د دوی وسله والو په نښه کړې او رانسکوره کړې ده.

چارواکي وايي، په پېښه کې د ولايتي شورا مشر فريد بختور، د شورا غړي خير محمد نورزی، جميله اميني، دوه پيلوټان، د ظفر قول اردو مرستيال، او نږدې پنځه ويشت کسان وژل شوي دي.

طالبانو پر چورلکې د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي،  دغه چورلکه د طالبانو له لوري ويشتل شوې او نسکوره شوې چې ګڼ چارواکي پکې وژل شوي دي.

د روان کال د وږي مياشتې په څلورويشتمه نيټه هم د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې وه چې طالبانو يې د نسکورولو مسؤليت په غاړه اخیستی و.

له هغې مخکې په اګست مياشت کې هم د کابل په سروبي ولايت کې د پوځ اړوند يوې چورلکې سقوط کړی و چې دولتي چارواکو يې د نسکورېدو لامل تخنيکي ستونزه بللې وه خو طالبانو ويلي و چې ياده چورلکه د دوی په ډزو نسکوره شوې ده.

دغه راز د تيرې اکتوبر مياشتې په دوه ويشتمه نيټه هم د لوګر خروار ولسوالۍ په نعمتي کلي کې د طالبانو په بريد کې يوه چورلکه نسکوره شوې وه چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و چې چورلکه چې امريکايي پوځيان خروار کې د دوی د جنگياليو پر ضد د  عملياتو لپاره تللي وو، چې طالبانو په ځوابي بريد کې دغه چورلکه نسکوره کړه.

په وروستيو کې دا څویمه پېښه ده چې د طالبانو له لوري د افغان پوځ اړوند چورلکې هدف ګرځول کېږي او پکې لسګونه عسکرو او چارواکو ته مرګ ژوبله اوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close