فراه: د ۵ امریکایانو په غچ کې ۲۰ ولسي خلک وژل شوي،حکومت ټول طالبان بللي

د دې ولایت د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد وایي چې د قاطع ملاتړ ځواکونو په هوایی برید کې ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر ټپیان دي، هغه ادعا چې ولسي خلکو او طالبانو په کلکه رد کړې او دا یې د بې دفاع ولسي وګړو پرضد لوی بشرضده جنایت بللی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۳ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کنج اباد شیوان اوګراني سیموکي امریکایي ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو سخته بمباري کړې.
د سیمې خلک وایی چې په دې هوایی برید کې ۲۲ تنه ولسي خلک وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي .
خو د دې ولایت د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد وایي چې د قاطع ملاتړ ځواکونو په هوایی برید کې ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي او یو شمیر ټپیان دي، هغه ادعا چې ولسي خلکو او طالبانو په کلکه رد کړې او دا یې د بې دفاع ولسي وګړو پرضد لوی بشرضده جنایت بللی دی.
سیمیزې سرچینې وایي چې برید امریکایي ځواکونو د خپلو پنځو سرتیرو په غچ کې کړی چې تیره ورځ د طالبانو سره په مخامخ نښتو کې ووژل شول.
که څه هم افغان حکومت ژمنه کړې چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې ځانګړي پلانونو تر لاس لاندې نیولي خو لا هم د امریکایانو له خوا په شویو جنایاتو د پردې اچولو په موخه ټول تلف شوي ولسي خلک، وسلوال طالبان یادیږي.
دا لومړی ځل نه دی چې ولسي خلک دې د وسلوالو طالبانو په نوم په هدفي توګه په نښه کیږي تر دې وړاندې هم په لسګونه ځله ورته پیښې شوې چې وروستۍ هغه یې د کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند د بندتیمور سیمه کې عملیات و، چې د ملي یووالي د حکومت دمشر اشرف غني له خوا ټول وژل شوي کسان طالبان یاد شوي و او د کابل د وروستي برید غچ یې بللی و ، خو تیره ورځ دا ادعا د بشري حقوقو د څار بنسټ هیومن رایتس واچ رد کړه او ویې ویل، چې په دې عملیاتو کې ۲۰ تنه بیګناه ملکي خلک په هدفي توګه وژل شوي دي چې باید افغان حکومت یې په بې پرې توګه څیړنې وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close