فراه: طالبان وايي په توغنديز بريد يې نهه بهرني عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۲)

طالبانو نن سهار د فراه ولايت په هوايي ډګر توغنديز بريدونه وکړل چې پر مهال يې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ميدان هوايي ته نږدې سرچينې وايي، توغندي نن سهار د لس نيمو بجو په شاوخوا کې په میدان هوايي وار شوي چې د بهرنيو عسکرو تمرين ځای ته نږدې لګېدلي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې په يادو بريدونو کې نهه بهرني پوځيان او دوه ژباړونکي يې وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

عيني شاهدان وايي، له توغنديزو بريدونو وروسته په ياده هوايي اډه کې ايمبولانس چورلکو ناستې وکړې، ټپي او وژل شوي عسکر يې ولېږدول.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو په یادو توغنديزو بريدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې طالبان وخت ناوخت په هېواد کې د بهرنيانو په تر ټولو سترې پوځي هوايي اډې “بګرام” او په نورو ولايتونو کې د بهرنيانو په پوځي اډو د توغنديو بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرني پوځيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې اوښتي تلفات رسنيو ته په واک کې نه ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close