فراه: له خاکسفيد تښتېدلي “۹۰” تنه اربکيان طالبانو ته تسليم شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۴)

د فراه ولايت له خاکسفيد ولسوالۍ څخه وتلي سيمه ييز پوليس چې څو ورځې وړاندې يې دغه ولسوالۍ خوشې کړې وه طالبانو ته تسليم شوي دي.

د تسليم شويو اربکيانو مشري د قومندان بسم الله او قومندان مهربان په غاړه وه چې د يادې ولسوالۍ مربوط د خوست په سيمه کې يې د طالبانو پر ضد فعاليتونه کول.

طالب وياند يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، د دواړو قومندانانو په شمول (نوي) تنه وسله وال اربکيان پرون ماذيګر له غرونو راکوز او طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو څلور ورځې مخکې د خاکسفيد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولت تر حاکميت لاندې سيمو باندې بريدونه وکړل چې په پايله کې يې د (خوست ناوه) سيمه طالبانو ونيوله او سيمه ييز اربکيان نږدې غره ته تښتېدلي و.

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې دوه اوونۍ مخکې د خاکسفيد ولسوال محمد خان هم له خپلو پنځو ملګرو سره يوځای طالبانو ته تسليم شوی و.

د يادونې ده، چې تيره شپه طالبانو د دغه ولايت په فراه رود سيمه کې په عسکرو کې د نفوذي کسانو په مرسته په يوه پوځي مرکز بريد کړی چې په پايله کې يې له دېرشو زيات عسکر وژل شوي او لسګونه ميله وسلې، ټانګونه او وسایط د طالبانو لاسته ورغلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close