فراه: مرکز کې د يوې پوستې نهه پوليس طالبانو ته اوښتي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۶)

د فراه ولايت د مرکز مربوط د ريګي پله د پوستې ټول پوليس له خپلو وسلو سره طالبانو ته اوښتي دي.

ځايي باوري سرچينې وايي، په ياده پوسته کې نهه تنه پوليسو شتون درلود چې خپلې ټولې وسلې، مهمات او نظامي توکي يې هم طالبانو ته سپارلي دي.

طالب وياند يوسف احمدي هم طالبانو سره د يادو پوليسو يوځای کيدل تاييدوي په وينا، د پوستې قومندان او نهه پوليس د (سيمه ييزو مجاهدينو په هلو ځلو د ګوډاګۍ ادارې څخه راجلا او اسلامي امارت مجاهدينو سره يوځای شول).

د مجاهد په وينا، دوی سره يوځای شويو پوليسو ورته نهه ميله وسلې او په زیاته اندازه مهمات هم وروړي دي.

تر اوسه په دې اړه د فراه ولايت امنيتي مسوولينو څه نه دي ويلي.

له تيرې يوې مياشتې راهيسې طالبانو په فراه کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې په نږدې وخت کې يې له دولت څخه زياته سيمه لاندې کړې او تر دې دمه يې ګڼ شمير پوستې او پوځي مرکزونه نيولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close