فراه ولايتي شوار: ټول ولايت کې يواځې ۱۶ زره کسانو ټاکنو کې ګډون کړی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۹)

د راپورونو له مخې، په فراه کې تيره ورځ له لسو ولسواليو څخه يواځې په دوه ولسواليو اناردره، لاش و جوين کې انتخاباتي چارې ترسره شوي چې د ځايي مسوولينو په وينا ډيرو کمو خلکو پکې برخه اخيستې ده.

د فراه د ولايتي شورا غړی شاه محمود نعيمي وايي، په ټول ولایت کې له ۶۶ زره ثبت شويو کسانو څخه يواځې ۱۶ زره کسانو خپلې رايې کارولي او نور په ټول ولايت کې انتخاباتي مرکزونه تړلي و.

هغه وايي، چې خلکو د امنيتي ستونزو له کبله په ټاکنو کې برخه نه ده اخيستې زیاتوي چې تر دې مخکې طالبان خلکو ته ورغلي و او خبرداری يې ورکړی و چې په ټاکنو کې ګډون کوونکي به له سختې سزا سره مخ شي.

نعيمي وايي، په اوو ولسواليو کې له سره انتخابات شوي نه دي او دا چې نن يو ځل بيا په پاتې انتخاباتي مرکزونو کې د رايه ورکولو خبره کېږي، په فراه کې د بيا ځلې انتخاباتو هم هيڅ څرک نشته.

د یادونې ده، چې تيره ورځ طالبانو په فراه ولايت مقام او شاوخوا دولتي تاسيساتو د ميزايل وارونه وکړل، په ټولو ولسواليو کې يې انتخاباتي مرکزونه تر بريدونو لاندې نيولي و او د مرکز اړوند باغ پل سیمه کې د فراه والي محمد شعيب ثابت هغه مهال تر بريد لاندی راغی چې په ياده سيمه کې يې د رايو له مرکزونو لیدنه کوله.

ويل کېږي، له بريد څخه د فرا والي روغ وتلی خو دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close