فراه ولايتي شورا: تر پنځوسو زيات عسکر وژل شوي؛ طالبان وايي شل يې ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۵)

د فراه د ولايتي شورا غړی ګل احمدي فقيري وايي، تيره شپه طالبانو د دغه ولايت په پشتکوه ولسوالۍ کې پر يوه کنډک بريد کړی چې په پرڅ کې يې له پنځوسو زيات عسکر وژل شوي دي.

د فقیري په وينا، د بريد په پايله کې د سرحدي ځواکونو مکمل کنډک سقوط کړی چې د لسګونو عسکرو د وژل کېدو تر څنګ د دغه کنډک لسګونه میله سپکې او درنې وسلې، څلور موټرونه، اووه هاموي ټانګه، څورینجر موټرونه او ټول پوځي مهمات طالبانو له ځان سره وړي.

د ولايتي شورا بل غړی دادالله قانع هم د څلوېښتو سرتيرو بريد وژل کېدل تاييدوي په وينا يې د هغوی ټول نظامي توکي طالبانو له ځان سره وړي دي.

ځايي سرچينې وايي، په دغه بريد کې د کنډک رئيس ارکان هم وژل شوی.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په يوې رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې پشتکوه کې  د بريد په ترڅ کې دېرش عسکر وژل شوي، شل طالبانو ژوندي نيولي، په کنډک کې پنځه ټانګونه، دوه کاماز موټر، پنځلس امريکايي موټرسيکلونه سوځول شوي، دوه ټانګونه، دوه رينجر، يو کاماز، يو لوکسل موټر او (يوسل دېرش) سپکې او درنې وسلې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، چې څلور موټره جنګي مهمات هم طالبانو نيولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close