فراه ولايتي شورا: د طالبانو برید کې پنځلس ملي اردو عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۳) د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د ملي اردو پنځلس عسکر وژل شوي او يو شمير نور لادرکه دي.

د فراه د ولايتي شورا غړی دادالله قانع وايي، تېره شپه طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر يوه پوسته بريد کړی، پوسته يې نيولې او پنځلس د ملي اردو سرتري پکې وژل شوي دي.

د قانع په خبره، په دغه بريد کې يو شمير عسکر لادرکه شوي هم دي زياتوي چې دا مهال پوسته د طالبانو په لاس کې ده.

د ملي اردو وياند نورالحق خالي بريد تاييدوي وايي، چې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري.

د بريد مسئولیت طالبانو منلی رسنيو ته يې په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې ولسوالۍ اړوند د “کال قلعه” په سيمه کې يې د اردو قرارګاه په بشپړه توګه نيولې، د قومندان په ګډون پنځلس عسکر وژل شوي چې جسدونه يې د جګړې په ځای کې پاتې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې بريد کې يو طالب وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.

طالبانو ويلي، له پوستې څخه يې ديارلس ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات او توکي هم نيولي دي.

وړمه ورځ د فراه ولايتي شورا د پنځمې امنيتي حوزې د سقوط خبر ورکړی و او د ولايتي شورا غړې جميله امنيتي ويلي، د پنځمې حوزې مربوط د رج سيمه کې طالبانو بريد کړی چې شپږ پوليس پکې وژل شوي، يو ټانګ طالبانو وړی او يو ټانګ يې سوځولی دی.

په یوه بل خبر کې چارواکي تاييدوي چې د هوايي ځواکونو قومندان په دغه ولايت کې وژل شوی دی.

د والي ویاند ناصر مهري وايي، د هوايي ځواکونو قومندان “عبدالعلي خان” په فراه ښار کې د موټرسيکل سورو وسله والو له خوا وژل شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close