فراه ولايتي شورا: طالبانو نيول شوي عسکر خوشې کړی دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۶)

د فراه د ولايتي شورا غړی شاه محمود نعيمي وايي، طالبانو چې څه موده مخکې په پشترود ولسوالۍ کې د ملي اردو عسکر نيولي و هغه يې خوشې کړي دي.

د نعيمي په وينا، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه عسکر په کوم هدف خوشې شوي، دولت يې هم په خوشې کولو کې مرسته نه ده کړې خو زياتوي چې په ياده جګړه کې نيول شوي ټول عسکر خوشې شوي او خپلو کورنيو سره يوځای شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د يادو عسکرو له ډلې پنځه تنه يې خوشې شوي او له هغوی ژمنه اخيستل شوې چې بيا ځلې به د دولت په ليکو کې دندې نه کوي.

د فراه د والي وياند په دې اړه بې خبري ښودلې ده.

طالبانو د تلې مياشتې په يوويشتمه نيټه د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د ملي اردو پر دو قرارګاوو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې اوولس عسکر ووژل شول، پنځلس طالبانو ژوندي ونيول او ګڼ شمير نور ټپيان شول.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په جګړو کې نيول شوي عسکر خوشې کوي بلکې تر دې مخکې هم طالبانو د خپل مشرتابه په فرمانونو د اخترونو، روژو او نورو خوشحاليو په ورځو کې دولتي عسکر له خپلو بندونو ازاد کړي او له هغوی يې بيا ځلې د دولت په ليکو کې د دندې نه کولو ژمنې اخيستې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close