فراه: ولایتي شورا وایي؛ طالبانو نور پرمختګونه هم کړي

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي خیر محمد نورزي د افق خبري اژانس ته ویلي، چې طالبانو د پوستې د سقوط سربیره ۸ تنه پولیس وژلي او ۲ نور ټپیان

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

د فراه ولایت ځایي چارواکي او ولایتي شورا تائیدوي چې طالبانو تیره شپه د دې ولایت د فراه رود په لویه لاره پرمیشتو امنیتي پوستو همهاله بریدونه وکړل چې له امله یې یوه پوسته سقوط او ګڼو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړي خیر محمد نورزي د افق خبري اژانس ته ویلي، چې طالبانو د پوستې د سقوط سربیره ۸ تنه پولیس وژلي او ۲ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي؛ جګړې پوره دوه ګړۍ دوام وکړ چې بالاخره طالبان وتوانیدل پوسته سره له ټول پرسونل ونیسي.

خو د فراه ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق شیرزاد بیا د وژل شویو پولیسو شمیر کم ښیي او زیاتوي چې پوستې هم سقوط نه دی کړی.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ولایت امنیتي چارواکي او د ظفر قول اردو مسؤلین وایي چې بهرنیانو ورسره ژمنه کړې چې په لنډ راتلونکي کې به په دې ولایت کې پراخ عملیات پیل او د پریکنده ماموریت هوایي او ځمکنی ملاتړ به له ځانه سره ولري.
بل پلو د دې ولایت والي له خپلو امنیتي مسؤلینو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو طرحه ژر تر ژره بشپړه او د سقوط شویو سیمو د بیا نیولو په خاطر پریکنده عملیات ترسره کړي.
باید وویل شي چې د دې ولایت ۹۰ سلنه ساحه د طالبانو تر واک لاندې ده او حکومتي مسؤلین وایي چې دوی یواځې په ولایت کې محاصره دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close