فراه: يوه عسکر دوه کومانډويان وژلي خپله طالبانو ته ورغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۴)

د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د پوستې يوه عسکر دوه کومانډويان وژلي او خپله طالبانو ته ورغلی دی.

پېښه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط د خواجه خضر او دهزکي تر منځ په پوسته کې رامنځته شوې ده.

طالبانو په خپلې رسمي ويب پاڼې (الاماره) کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، بريدګر  عسکر حافظ احسان الله د هلمند اوسېدونکی او د دوی نفوذي کس و چې سيمې ته په “نويو راغليو کومانډو عسکرو يې د خپل ټوپک شپيلۍ ور اړولې او دوه تنه يې وژلي دي.”

خبرپاڼه زياتوي، نوموړي کس طالبانو ته څلور جلسي ټوپکونه هم له ځانه سره وروړي دي.

ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پانه د بريدګر عسکر او هغوی ته د وروړ ټوپکونو انځور خپور کړی دی.

تر دې وړاندې ډير ځلې پر پوليسو او بهرنيانو داخلي بريدونه شوي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې او د ډيری بريدونو مسئوليت طالبانو منلی چې په وينا يې د دوی نفوذي کسان دي.

طالبانو څه موده وړاندې ويلي و چې د حکومت نظامي ليکو کې يې سلګونه نفوذي کسان ځای پر ځای کړي او له موقع په استفادې به پر بهرنيانو او دولتي عسکرو بريدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن يادې ولسوالۍ شيوان کلي کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه هم کړي چې د ځايي سرچينو په وينا تر دېرش پورې ملکي وګړي پکې وژل شوي او لا هم په سيمه کې د ګډو ځواکونو عمليات روان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close