فراه پشترود کې افغان ځواکونو ۹ قرارګاوې اوپوستې طالبانو ته پرېښي دي

(کابل ټکی کام :جمعه ،لړم ۸ ،۹۴ ۱۳ل)

طالبان وايي چې د فراه ولایت پشت رود ولسوالۍ کې تېره شپه دیادي ولسوالۍ اړوند   د مسو او کبابي په سیموکې  افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو له ډاره له خپلو ۹ قرارګاؤ اوپوستو پرته له کومې جګړې تښتیدلي دي .

د ورکړ شوي خبر په اساس د مسو په سیمه کې د افغان ځواکونو دنترو قرارګاه ، دسپيني غونډۍ قرارګاه ، دزړې قلعه قرارګاه ، دجانخاني دپولیسو پوسته ، دمکتب پوسته ، دکبابي په سیمه کې دپولیسو ۲ پوستې ، د اردو د مدرسې پوسته ، دساج دمکتب د عسکرو قرارګاه   څخه تېر ماخوستن عسکرو او پولیسو پرته له کومې جګړې پښې سپکې  کړي ، چې له امله يي پراخې سيمې د طالبان له ولکې لاندې ورغلي دي .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close