فراه: پشترود کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۸)

د فراه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ ماین چاودنه شوې چې له کبله يې امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچينې وايي، په ياده ولسوالۍ کې بهرنيو او افغان ځواکونو عمليات پيل کړي چې پر مهال د طالبانو له لوري د بهرنيو پر ټانګ چاودنه شوې.

د سرچينې په وينا، په چاودنه کې بهرنيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د پيښې ځای ته نږدې خلک نه پريښودل کېږي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی وياند يې قاري يوسف احمدي ويلي، ټانګ به مکمله توګه ويجاړ شوی او پکې سپاره ټول بهرني عسکر وژل شوي دي.

په عين حال کې طالبانو ويلي، د هملند د نادعلي ولسوالۍ ګل اغا بازار ته څېرمه د بهرنيو عسکرو يو ټانګ يې د راکټ پر مټ ويشتلی او پکې سپاره امریکايي عسکر وژل شوي دي.

طالبان وايي، له چاودنې وروسته امريکايانو په ويجاړ شوي ټانګ بمونه غورځولي او له منځه يې وړی دی.

ځايي امنیتي سرچينې وايي، په سيمه کې د طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.

تر اوسه د يادو پيښو په تړاو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close