فراه: پنځه پوليس وژل شوي، څلور طالبانو ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۲) د فراه ولايت په مرکز کې طالبانو له دولتي ځواکونو يوه پوسته نيولي او څلور عسکر يې ژوندي نيولي دي.

د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه يې د شمالګاه په سيمه کې د ليزري وسلو په مټ وسله وال بريد کړی، په ترڅ کې يې پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

طالبان وايي، له پوستې څخه يې ۱۹ ميله وسلې، يو موټرسيکل، زرګونه مرمۍ او په زياته اندازه مهمات ترلاسه کړي دي.

تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي، خو يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې ويلي د طالبانو له بريده ځينې پوليس ژوندي وتلي خو ټپيان دي او نورو مرکزونو ته يې ځانونه رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالبانو د فراه ولايت د اناردرې ولسوالۍ د نيولو او لسګونو عسکرو د وژلو ادعا هم کړې وه.

د فراه ولايت ډېره برخه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده او د ولايت د مقام په ګډون په دغې ولايت کې ميشت عسکر او د دولتي ادارو منسوبين د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close