فراه: په“دریو“ولسوالیو کې پیل شوي عملیات د ګډو ځواکونو په تلفاتو پای ته رسیدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۹)

راپورونه وایي چې د فراه ولایت په دریو (۳) ولسوالیو (خاک سفید، بالابلوک او پشترود) کې د امریکایي او افغان ځواکونو له خوا پیل شوي عملیات پای ته رسیدلي.
که څه هم دولتي ځواکونه په دې عملیاتو کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو طالبان او د سیمې خلک وایي چې په ټولو عملیاتو کې چې پوره یوه اونۍ یې دوام وکړ یوولس ملکي وګړي او طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
طالبان وایي چې یاده قوه یې تر سختو بریدونو وروسته شاتګ ته اړ کړې او له سختې بمبارۍ او چورتالان وروسته یې سیمه پریښې.
خبرپاڼه زیاتوي، د بریدونو په لړ کې دیوه ترجمان په ګډون پنځه(۵) تنه امریکایان، تر شلو(۲۰) زیات ځانګړي کمانډویي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

طالبانو دغه راز د امریکایي عسکرو د یوه زغروال ټانګ او د کمانډویانو د څلورو ټانګونو یو کمازموټر اویوې دومیلې د ویجاړۍ خبر هم ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close