فراه: په مرکز او خاک سفید ولسوالۍ کې سختې جګړې شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۱)

له فراه ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې، د دغه ولایت په مرکز او خاک سفید ولسوالیو کې لسګونږ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښـتې.
خبر زیاتوي، تیره شپه د مرکز اړوند په “ باغپل اوبرنتوت“ سیمو کې طالبانو دښاري کمربند پر پوستوبریدونه کړي چې دوه پوستې یې نیولې او ګڼ شمیر د ملي اردو سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

امنیتي سرچینې وایي په دې برید کې نهه ۹ امنیتي سرتیري وژل شوي؛ طالبانو د تلفاتو کره شمیره نه ښوودلې خو د  ۸ تنه عسکرو د نیولو خبر یې ورکړی دی .
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې طالبانو د یاد ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې د “خوست“ په نامه بشپړه سیمه له دولتي کنترول څخه ایستلې او شاوخوا ۳۰ تنه امنیتي سرتیري یې وژلي.
طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې په دغه پراخه ناوه کې د اربکیانو او پولیسو ګڼ مرکزونه موجود و،چې خلک به یې ځورول او ټول سقوط شوي دي.
دولتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close