فراه پوليس: بهرنيو ځواکونو بالابلوک کې خپلسري عمليات پيل کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱)

د فراه امنيتي مسوولین وايي، بهرنيو ځواکونو د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې خپلسري عمليات پيل کړي چې مسؤليت به يې هم د بهرنيانو په غاړه وي.

د فراه د پوليسو وياند محب الله محب وايي، له تيرو دوه ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ په تودنک او ګیراني سيمو کې د قاطع ملاتړ تر قوماندې لاندې د بهرنيانو عمليات روان دي چې په اړه يې ولایتي مسوولينو سره هيڅ ډول معلومات نه دي شريک کړي.

نوموړی وايي، د فراه هيڅ چارواکی په دې اړه خبر نه لري چې دغه عمليات د څه لپاره پيل شوي او د بهرنيانو هدف څه دی زياتوي د دغه عملياتو مسؤليت د بهرنيانو په غاړه دی.

په عين حال کې د فراه چارواکو تيره ورځ وويل، چې د طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ نښتې هم شوي چې په ترڅ کې يې اووه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ويل کېږي، بهرني ځواکونه یادې سيمې ته د هوايي ځواک په ملاتړ رسېدلي او ځای ځای يې طالبان مقاومت کوي.

خو تر اوسه طالبانو د دغه عملياتو او پکې د نښتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې هېواد کې  ناټو ځواکونه خپلسري عمليات او هوايي بريدونه کوي چې ډير کله پکې ملکي وګړي هدف ګرځي او هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close