فراه ښار کې د لومړۍ حوزې امر له خپلو دو ساتونکو سره وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۸)

د فراه ولايت د پوليسو د لومړۍ حوزې امر د ښار په مربوطاتو کې په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د فراه د ولايتي شورا غړی دادالله قانع وايي، تيره شپه نهه بجې د لومړۍ حوزې پر امر اختر محمد د ښار اړوند په ګنج سيمه کې وسله وال برید شوی چې په ترڅ کې يې نوموړی له دوو نورو عسکرو سره يوځای وژل شوی دی.

د قانع په وينا، د قومندان اختر محمد او وسله والو تر منځ جګړه هم شوې خو هغوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

د فراه د امنیې قوماندانۍ د امریت مرستیال حاجي عبدالقدیر هم د یادو درېیو کسانو وژنه تاید کړې ده.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي تير ماسختن نهه بجې د (لمړۍ حوزې آمر مشهور اوظالم قومندان  اختر محمد له خپلو ۲ ساتونکوسره  ځای پرځای ووژل شول).

خبرپاڼه کې راغلي، چې له بريد وروسته طالبانو ته يوه توفنګچه او يوه کلاشينکوف هم لاسته ورغلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close